Quantcast
Channel: ستراتیژیک تړون –آریانا نیوز
Viewing all articles
Browse latest Browse all 2

د افغانستان او ترکمنستان تر منځ د اړیکو پر پراختیا ټینګار کیږي

$
0
0

د ارګ د خبرپاڼې له مخې؛ د افغانستان ولسمشر اشرف غني تېره شپه په یوه رسمي سفر د یو لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د ترکمنستان پلازمېنې، عشق اباد ته رسیدلی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي؛ ټاکل شوې، چې د پنجشنبې پر ورځ( د کب ۲) به د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ ستراتیژيک تړون لاسلیک شي او د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالو اړیکو په انستیتیوت کې به هم وینا وکړي.

دا تړون به افغان ولسمشر اشرف غني له خپل ترکمن سیال قربان قلي بردي محمدوف سره په پلازمېنه عشق‌اباد کې لاسلیک کړي.

د ولسمشر اشرف غني پدې رسمي سفر کې، چې تېره ورځ تر سره شوې؛ د دواړو هېوادونو د  ولسمشرانو ترمنځ به د ستراتیژیک مشارکت د تړون د لاسلیک ترڅنګ د افغانستان او ترکمنستان د ولسمشرانو لخوا د ګډو همکاریو ګڼ سندونه هم لاسلیک شي، چې مهم یې د اورګاډي د کرښې په برخه کې د همکاریو سند دی.

دغه راز به نفت او ګاز، فرهنګي او ګمرکي همکاریو په برخه کې یو لړ هوکړه لیکونه  لاسلیک شي.

د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ په ستراتیژيک تړون کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په سیاسي، اقتصادي او امنیتي برخو کې د اړیکو پر پراختیا او غزولو ټینګار کېږي؛ خو پدې برخه کې نور جزئیات ندي ورکړ شوي.

تمه ده، چې په اقتصادي ډګر کې دواړه لوري د ګمرکونو له لارې د صادراتو او وارداتو په برخه کې د آسانتیاوو د رامنځته کیدو او د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د هوا له لارې د خدماتو هوکړه لیکونه هم لاسلیک شي، چې په دې کې د دواړو ګاونډ هېوادو ترمنځ الوتنې هم راځي.

The post د افغانستان او ترکمنستان تر منځ د اړیکو پر پراختیا ټینګار کیږي first appeared on آریانا نیوز .


Viewing all articles
Browse latest Browse all 2